Close Menu

    Subscribe to Updates

    Get the latest creative news from FooBar about art, design and business.

    What's Hot

    د روغتیا نړیوال سازمان په کانګو کې د ایبولا د څارنې د لا قوي کولو غوښتنه کوي

    اکتوبر 24, 2026

    مودي او ټوسک د دفاعي او ترهګرۍ ضد خبرو اترو پیل وکړ

    اکتوبر 24, 2026

    په تبت کې زلزلې ۱۶ کسان وژلي او ۳۳۹ کورونه یې ویجاړ کړي دي

    اکتوبر 23, 2026
    Facebook X (Twitter) Instagram
    Da Kabul TimesDa Kabul Times
    • روغتیا
    • تفریح
    • سوداګرۍ
    • اتوماتیک
    • سپورت
    • لوکس
    • خبرونه
    • د ژوند طرز
    • ټیکنالوژي
    • سفر
    Da Kabul TimesDa Kabul Times
    کورپاڼه » ګويژو د اقتصادي ودې په موخه د “East Data & West Computing” پروګرام پلی کوي
    PR Newswire

    ګويژو د اقتصادي ودې په موخه د “East Data & West Computing” پروګرام پلی کوي

    مې 26, 2023
    Facebook WhatsApp Twitter Telegram Reddit VKontakte Pinterest LinkedIn Tumblr Email

    ګویانګ، چین، مۍ 26، 2023 /PRNewswire/ — د Huanqiu.com په واسطه خبري راپور:

    د ځیرکتیا په دوره کې، معلومات د اقتصادي پرمختګ لپاره د “اصلي شتمنۍ” په توګه کار کوي، او په ګویزو کې د سیمه ایز اقتصادي پرمختګ د د ودې لپاره یو مهم انجن هم ګڼل کېږي.

    په تېره لسیزه کې، ګویژو د چین موبایل ‎(China Mobile)، چین یونیکام ‎(China Unicom)، چین ټیلی کام ‎(China Telecom)، هواوې ‎(Huawei)، ټینسینټ (Tencent) او اپل (Apple) لپاره د معلوماتو لوی صنعت ته په وده ورکولو سره لوی معلوماتي مرکزونه جوړ کړي دي. د معلوماتو اړوند لویې تصدۍ ، لکه Esgyn ، ZK-Vision او پایلوټ اېنفارمېشن (Pilot Information) په ګړندۍ توګه وده کړې، او صنعتي کلستر په دوامداره توګه وده موندلې.

    ګويژو د اقتصادي ودې په موخه د "East Data & West Computing" پروګرام پلی کوي

    له لویو معلوماتو څخه په استفادې سره، د ګیژو اقتصاد په دوامداره توګه وده موندلې. معلومات ښيي چې له 2011 کال څخه تر 2021 کال پورې د لسو کلونو په موده کې په اوسط ډول د ګویژو د اقتصادي ودې کچه تر ټولو لوړه ده، چې 248.8% لوړه شوې او په 2022 کال کې د ګويژو ناخالص توليد 2016.46 ملیارده ین ته رسېدلی چې د 2021 کال په پرتله 70.60 ملیارده ین ته لوړه شوې.

    په 2022 کې، ګویژو په رسمي توګه په “East Data & West Computing” پروګرام کې د محاسبې په ملي مرکز باندې تبديل شوی، او ګویان په چين کې یو له 10 لویو معلوماتي مرکزونو څخه ګرځېدلی دی. د ډيجيټلي اقتصاد د پراختیا او د نوښت زون د رامنځ ته کولو لپاره، په “East Data & West Computing” پروګرام باندې د تمرکز له لارې، ګويژو د معلوماتي مرکزونو، د محاسبې د شبکو او 5G په شان د ډيجيټلي زېربناوو د نوي نسل د رغونې چارې ګړندۍ کوي ترڅو د معلوماتي مرکزونو په صنعتي بڼه کې په دوامدار ډول بهبود رامنځ ته کړي.

    د معلوماتي مرکزونو په مورد کې، د مارچ میاشتې تر پایه، په ګويژو کې د 8 فوق العاده لویو معلوماتي مرکزونو په ګډون 18 لوی او فوق العاده لوی معلوماتي مرکزونه تاسيس شوي دي. د یادو معلوماتي مرکزونو د سرورونو د لېږد ضرفیت تر 2.25 ملیونه واحده لوړ شوی، او د باربند د بارېدو کچه یې تر 60.53% پورې ده.

    د معلوماتي زېربناوو په مورد کې، د مارچ میاشتې تر پایه پورې، په ګيژو کې د 5G یا پنځم نسل 2,362 اساسي سټېشنونه لګول شوي دي. په مجموع کې د 5G یا پنځم نسل 87,000 سټېشنونه او 1.916 کيلو متره نوري فایبر نصب شوی دی.

    د سږ کال د اپرېل میاشتې په پای کې، د مدغم شوې محاسبې د ملي شبکې (National Integrated Computing Network) د (ګويژو) ملي مرکز د لومړي فاز لپاره د محاسبې اصلي اساس د ستونزو د حل د وسيلې وروستۍ مرحلې ته داخل شوی او ډېر ژر به په فعالیت پیل وکړي. دا په ګويژو ولایت کې د محاسباتي ځواک د لېږد لپاره یوه کړکۍ وګرځي په ګويژو او حتی د ټول هېواد په کچه به د اړونده تصدیو لپاره د لوړ کیفیت لرونکي محاسباتي خدمات وړاندې کړي.

    سربېره پر دې، ګويژو په دوامداره توګه د ګویان په نوې ناحیه کې دوه مهمو پروژو ته پراختیا ورکوي – د NetEase معلوماتي مرکز او د Midea Cloud معلوماتي مرکز، چې پانګونه يې تر 1 ملیارده چينايي ین څخه ډېرېږي، چې یاده پانګونه هم د “East Data & West Computing” پروګرام د پیاوړتیا لپاره او هم د محسباتي ملاتړ د ملي بنسټ د تاسیس لپاره شوې ده.

    د کلونو په اوږدو کې د معلوماتو د لوی صنعت د بڼې لخوا په ایښودل شوي بنسټ باندې په اتکا سره، په ګويژو کې د اړونده صنعتونو د پانګونې وضعیت د بهبود په حال کې دی. د ګويژو د لوی معلوماتي مرکز (Guizhou Big Data Bureau) د معلوماتو په اساس، د 2023 کال په لومړۍ ربعه کې، ګويژو ولایت د لویو معلوماتو په برخه کې د 8.078 ملیاره چينايي ینو پانګونه بشپړه کړې ده چې په دې کې په “East Data & West Computing” پروګرام باندې د 1.499 ملیارده ینو پانګونه هم شاملېږي.

    د دې لپاره چې د ډیجيټلي اقتصاد ايکولوژيک چاپېریال رامنځ ته شي، ګويژو به سږ د ولایت په کچه “د کال د معلوماتو د لویو پروژو” (Construction Year of Big Data Projects) فعالیتونه ترسره کړي، ترڅو د لویو معلوماتو په برخه کې د 20 ملیاره ینو پروژه بشپړه کړي او له ښې ودې سره د ډیجیټلي اقتصاد تر 200 ډېرې پروژې معرفي کړي.

    تصویر – https://mma.prnewswire.com/media/2083933/Tencent_Seven_Star_Data_Center_in_Guizhou_Source_IC_photo.jpg

    مربوطه لیکنې

    په 140م کانټون نندارتون کې Segway Powersports شرکت په خامو لارو کې د فعالیت وړتیاوې او هوښیاره ټکنالوژي وړاندې کوي

    اکتوبر 21, 2026

    د چین (ګوانګژو) نړیوال د ودانۍ د ښکلا او سینګار نندارتون د ۲۰۲۷ کال لپاره د پراخو نړیوالو اړیکو سره مخ ته ګوري

    سپتمبر 30, 2026

    TGI Fridays™ د پاکستان د ودې د چټکتیا لپاره د پراختیا تړون لاسلیک کړ

    سپتمبر 23, 2026
    تازه ترین خبرونه

    د روغتیا نړیوال سازمان په کانګو کې د ایبولا د څارنې د لا قوي کولو غوښتنه کوي

    اکتوبر 24, 2026

    مودي او ټوسک د دفاعي او ترهګرۍ ضد خبرو اترو پیل وکړ

    اکتوبر 24, 2026

    په تبت کې زلزلې ۱۶ کسان وژلي او ۳۳۹ کورونه یې ویجاړ کړي دي

    اکتوبر 23, 2026

    روسیه او عمان د کلیدي سکتور ودې کې د ۱.۵ ملیارد ډالرو ریکارډ سوداګریز حجم ته ورسیدل

    اکتوبر 23, 2026
    © 2023 Da Kabul Times | ټول حقونه خوندي دي
    • کور
    • موږ سره اړیکه ونیسئ

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.