Close Menu

    Subscribe to Updates

    Get the latest creative news from FooBar about art, design and business.

    What's Hot

    د روغتیا نړیوال سازمان په کانګو کې د ایبولا د څارنې د لا قوي کولو غوښتنه کوي

    اکتوبر 24, 2026

    مودي او ټوسک د دفاعي او ترهګرۍ ضد خبرو اترو پیل وکړ

    اکتوبر 24, 2026

    په تبت کې زلزلې ۱۶ کسان وژلي او ۳۳۹ کورونه یې ویجاړ کړي دي

    اکتوبر 23, 2026
    Facebook X (Twitter) Instagram
    Da Kabul TimesDa Kabul Times
    • روغتیا
    • تفریح
    • سوداګرۍ
    • اتوماتیک
    • سپورت
    • لوکس
    • خبرونه
    • د ژوند طرز
    • ټیکنالوژي
    • سفر
    Da Kabul TimesDa Kabul Times
    کورپاڼه » په هانګ کانګ کې د CASI په غونډه کې د 20 آسیایی سیمو څخه د پایښت لرونکي مالي تمویل متخصصین راټول شوي
    PR Newswire

    په هانګ کانګ کې د CASI په غونډه کې د 20 آسیایی سیمو څخه د پایښت لرونکي مالي تمویل متخصصین راټول شوي

    جون 27, 2024
    Facebook WhatsApp Twitter Telegram Reddit VKontakte Pinterest LinkedIn Tumblr Email

    هانګ کانګ، د جون 25مه، 2024 /PRNewswire/ — د پایښت لرونکې پانګې اچونې د ظرفیت جوړونې اتحاد (CASI) په بریالیتوب سره خپله دویمه حضوري غونډه په هانکانګ کې د جون له 24 څخه تر 25 پورې ترسره کړه، چې له دې وروسته به هوژو، د چین د شین مالي یو ازمایښتي ښار ده، ته یو ساحوي سفر ترسر شي. د «په آسیا کې د پایښت او سوکالۍ پیاوړې کول: د ارتباط او لیږد لپاره نوي مالي حلونه،» عنوان لرونکې دغې غونډې، د غوره میتودونو د شریکولو او د EMDEs تر منځ د پایښت لرونکي مالي تمویل لپاره یو پلیټ فارم چمتو کړ. له شلو څخه د زیاتو سیمو نه د 300 څخه زیاتو ګډونوالو برخه اخیستې وه.

    Ma Jun، د CASI رییس او د مالي پایښت انسټیټیوټ (IFS) رییس، د EMDEs پایښت اهدافو لپاره د پام وړ مالي تشې باندې ټینګار وکړ، کوم چې هر کال ټریلیون ډالر کېږي. هغه د پایښت لرونکي مالي بازارونو د پراختیا رامېنځته کولو او د پانګې جذب کوونکې شنو پروژو د پیلولو لپاره د ظرفیت نشتوالی د دې تشې د اصلي لامل په توګه یاد کړ. د حل لارې په توګه CASI، په ګلوبل ساوت کې د ظرفیت لوړولو لپاره، د زده کړې پروګرامونه، په شمول د حضوري غونډو، ویبینارونو، او د الکترونیکي بڼې زده کړې پروګرامونو، وړاندیز کوي.

    په دې غونډه کې، چې د IFS، HKMA د زیربناوو د مالي اسانتیاوو دفتر (IFFO) او د هانګ کانګ پوهنتون (HKU) لخوا په ګډه کوربه توب شوی وو، د مرکزي بانکونو لوړ پوړو استازو، مالي موسسو، شرکتونو، نادولتي موسسو، او د سیمې فکري مشرانو برخه اخیستې وه. په بحثونو کې داسې موارد شامل وو لکه د پایښت لرونکي مالي تمویل چوکاټونه، افشاء کول، کم کاربن لرونکی لیږد، د پروژې پیل، مخلوط مالي تمویل، د حیاتي تنوع ساتنه، او نیلي مالي تمویل.

    د HKMA د اجراییوي رییس مرستیال Arthur Yuen، د پایښت لرونکي مالیې مخ په زیاتیدونکي لیوالتیا په ګوته کړه، او د کاربن کمولو او پراختیا لپاره د ابتکاري حل لارو په اړتیا یط ټینګار وکړ. هغه د پایښت لرونکي مالي تمویل لپاره د مناسب چاپیریال په رامینځته کولو کې د عامه سکتور رول باندې ټینګار وکړ.

    HKU د پایښت لرونکي پرمختګ په برخه کې د راتلونکي نسل مشرانو روزنې ته وقف شوی. Richard Wong د اقتصاد رییس او د Philip Wong Kennedy Wong په سیاسي اقتصاد برخه کې پروفیسور، داسې وویل « موږ د CASI غونډه د اکاډمیکې پوهې سره د عملي اقدام د یو ځای کولو د یو ارزښتناک فرصت په توګه ګورو، چې دا به زده کونکي وهڅوي چې د پایښت لرونکي مالي مسؤلیت په غاړه واخلي او پدې مهم برخه کې د مهارتونو تشې په ډکولو کې مرسته وکړي. »

    د ورکشاپونو په تعقیب، CASI د هوژو ښار ته یو ساحوي سفر تنظیموي ترڅو د زرغون مالي تمویل د ابتکاري حل لارې نندارې ته وړاندې کړي. ګډونوال به د ځایی شنه بانکونه، پروژو، او تصدیو څخه لیدنه وکړي ترڅو وګوري چې څنګه سیمه ایز زرغون مالي سیسټم د زرغون اقتصاد او د کم GHG لرونکي لیږد ملاتړ کوي. په تیرو اوو کلونو کې د هوژو ښار زرغون پورونه په کال کې نږدې %40 وده کړې چې د شنه مالي تمویل په برخه کې د ښار بریالیتوب روښانه کوي.

    په دې غونډه کې د CASI د برقي بڼه زده کړې پلیټ فارم معرفي شو، چې د دې کال تر پای وړاندې به پیل شي. CASI په پام کې لري چې د دې کال تر پایه مخکې د دوه نورو لویو حضوري غونډو کوربه توب وکړي، یو د منځني ختیځ لپاره او بل د افریقا لپاره.

    اړیکه: د CASI په اړه د نورو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ Wang Chan سره په دې ایمیل اړیکه ونیسئ wangc@ifs.net.cn

    مربوطه لیکنې

    په 140م کانټون نندارتون کې Segway Powersports شرکت په خامو لارو کې د فعالیت وړتیاوې او هوښیاره ټکنالوژي وړاندې کوي

    اکتوبر 21, 2026

    د چین (ګوانګژو) نړیوال د ودانۍ د ښکلا او سینګار نندارتون د ۲۰۲۷ کال لپاره د پراخو نړیوالو اړیکو سره مخ ته ګوري

    سپتمبر 30, 2026

    TGI Fridays™ د پاکستان د ودې د چټکتیا لپاره د پراختیا تړون لاسلیک کړ

    سپتمبر 23, 2026
    تازه ترین خبرونه

    د روغتیا نړیوال سازمان په کانګو کې د ایبولا د څارنې د لا قوي کولو غوښتنه کوي

    اکتوبر 24, 2026

    مودي او ټوسک د دفاعي او ترهګرۍ ضد خبرو اترو پیل وکړ

    اکتوبر 24, 2026

    په تبت کې زلزلې ۱۶ کسان وژلي او ۳۳۹ کورونه یې ویجاړ کړي دي

    اکتوبر 23, 2026

    روسیه او عمان د کلیدي سکتور ودې کې د ۱.۵ ملیارد ډالرو ریکارډ سوداګریز حجم ته ورسیدل

    اکتوبر 23, 2026
    © 2023 Da Kabul Times | ټول حقونه خوندي دي
    • کور
    • موږ سره اړیکه ونیسئ

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.