Close Menu

    Subscribe to Updates

    Get the latest creative news from FooBar about art, design and business.

    What's Hot

    په تبت کې زلزلې ۱۶ کسان وژلي او ۳۳۹ کورونه یې ویجاړ کړي دي

    اکتوبر 23, 2026

    روسیه او عمان د کلیدي سکتور ودې کې د ۱.۵ ملیارد ډالرو ریکارډ سوداګریز حجم ته ورسیدل

    اکتوبر 23, 2026

    SGU په افریقا کې د خطر پر بنسټ د سینې سرطان د معاینې ستراتیژیو ته وده ورکوي

    اکتوبر 22, 2026
    Facebook X (Twitter) Instagram
    Da Kabul TimesDa Kabul Times
    • روغتیا
    • تفریح
    • سوداګرۍ
    • اتوماتیک
    • سپورت
    • لوکس
    • خبرونه
    • د ژوند طرز
    • ټیکنالوژي
    • سفر
    Da Kabul TimesDa Kabul Times
    کورپاڼه » د امریکا د سولې انستیتیوت Visaka Dharmadasa د “سولې رامنځته کوونکو ښځو جایزې” د پنځمې کلنۍ دورې ګټونکې اعلان کړه.
    PR Newswire

    د امریکا د سولې انستیتیوت Visaka Dharmadasa د “سولې رامنځته کوونکو ښځو جایزې” د پنځمې کلنۍ دورې ګټونکې اعلان کړه.

    مارچ 1, 2025
    Facebook WhatsApp Twitter Telegram Reddit VKontakte Pinterest LinkedIn Tumblr Email

    واشنګټن، 27 فبروري، 2025 /PRNewswire/ — د امریکا د سولې انستیتیوتThe U.S. Institute of Peace (USIP) ویاړ لري چې د سریلانکا څخه Visaka Dharmadasa د USIP سولې رامنځته کوونکو ښځو جایزې د پنځمې کلنۍ دورې ګټونکې په توګه اعلان کړي.

    دغه نړیواله جایزه چې هر کال ورکول کیږي، د هغو ښځو د درناوی کولو لپاره ده چې ځانګړې ژمنتیا، رهبري او تاثیر لري او په خپلو ټولنو کې د تاوتریخوالي لرونکو شخړو د حل او د سولې رامنځته کولو لپاره هڅه کوي.

    د USIP سرپرست مشر او اجرایه رییس سفیر George Moose وویل “Visaka د زړورتیا او پخلا کولو ښځه ده”. “د هغه چا په توګه چې له دریو لسیزو راهیسې د سولې رامنځته کوونکي په توګه کار کړی، هغې د سختو ستونزو په وړاندې سولې ته نه ستړې کیدونکې ژمنتیا ښودلې”.

    د USIP د سولې رامنځته کوونکو ښځو شورا، چې د محترمو کارپوهانو او مشاورینو لخوا جوړه شوې، د پاپوا نیو ګیني څخه Lilly BeSoer او له نایجریا څخه Mairo Mandara د ګټونکي او دوه وروستي کاندیدانو په توګه غوره کړې. دا درې ښځې د 52 هېوادونو څخه د 170 څخه زیاتو نوماندانو څخه غوره شوې.

    د شورا ګډو مشرانو Marcia Carlucci او Megan Beyer وویل “په سریلانکا کې ، چیرې چې شخړه د ټولنیزو ویشونو لخوا تغذیه شوې، د ویساکا فعالیت د منځګړیتوب او شفقت د ځواک ثبوت دی”

    Visaka Dharmadasa د جګړې له وجې اغیزمنو شویو میرمنو د اتحادیې مشره او د عملیاتو رییسه دی، دا یو داسې سازمان دې چې د ټولنې تر مینځ خبرو اترو ته لاره هواروي او د جګړې د ترسره کولو د نړیوالو معیارونو په اړه عسکرو او د ټولنې مشرانو ته تعلیم ورکوي. د سریلانکا د کورنۍ جګړې په جریان کې، وروسته له هغه چې د هغې زوی، یو ځوان نظامي افسر، په جنګ کې د ورک شوي په توګه اعلان شو، Visaka د “په جنګ کې د ورک شویو عسکرو والدین” سازمان د یوداسې میکانیزم په توګه رامځته کړو ترڅو کورنۍ وکولای شي د خپلو هغو عزیزانو برخلیک وڅیړي کوم چې د ورک شویو په توګه اعلان شوي.

    نن ورځ، د Visaka Dharmadasa سازمان د سریلانکا میرمنې ځواکمنوي او دوی په خپلو ټولنو او سیمه ایز حکومت کې د رهبرۍ فرصتونو لپاره چمتو کوي.

    د USIP د “سولې رامنځته کوونکو ښځو جایزه” په اړه د معلوماتو لپاره ، لیدنه وکړئ www.usip.org/womenbuildingpeace

    د USIP په اړه د معلوماتو لپاره، لیدنه وکړئ: https://www.usip.org/about

    لوګو-  https://mma.prnewswire.com/media/1274028/United_States_Institute_of_Peace_Logo.jpg

    اړیکه ونیسئ: Paul Johnson, pjohnson@usip.org

    مربوطه لیکنې

    په 140م کانټون نندارتون کې Segway Powersports شرکت په خامو لارو کې د فعالیت وړتیاوې او هوښیاره ټکنالوژي وړاندې کوي

    اکتوبر 21, 2026

    د چین (ګوانګژو) نړیوال د ودانۍ د ښکلا او سینګار نندارتون د ۲۰۲۷ کال لپاره د پراخو نړیوالو اړیکو سره مخ ته ګوري

    سپتمبر 30, 2026

    TGI Fridays™ د پاکستان د ودې د چټکتیا لپاره د پراختیا تړون لاسلیک کړ

    سپتمبر 23, 2026
    تازه ترین خبرونه

    په تبت کې زلزلې ۱۶ کسان وژلي او ۳۳۹ کورونه یې ویجاړ کړي دي

    اکتوبر 23, 2026

    روسیه او عمان د کلیدي سکتور ودې کې د ۱.۵ ملیارد ډالرو ریکارډ سوداګریز حجم ته ورسیدل

    اکتوبر 23, 2026

    SGU په افریقا کې د خطر پر بنسټ د سینې سرطان د معاینې ستراتیژیو ته وده ورکوي

    اکتوبر 22, 2026

    شیخ خالد په اتن کې د یونان رسمي سفر پیل کړ

    اکتوبر 22, 2026
    © 2023 Da Kabul Times | ټول حقونه خوندي دي
    • کور
    • موږ سره اړیکه ونیسئ

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.